ads

په مالي كې ۱۹ ترهګر ووژل شول

د مالي حکومتي ځواکونو په يوه بيانيه کې اعلان وکړ، چې سرتېرو يې د دوو عملياتو په دوام کې ۱۹ ترهګر وژلي دي. سرچينې زياته کړې، چې له جمعې ورځې راهيسې د دغه هېواد په يو شمېر ښارونو کې د ترهګرو په وړاندې عمليات پيل شوي او اوس هم روان دي. مالي دا عمليات داسې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 لړم 1398
په مالي كې ۱۹ ترهګر ووژل شول

د مالي حکومتي ځواکونو په يوه بيانيه کې اعلان وکړ، چې سرتېرو يې د دوو عملياتو په دوام کې ۱۹ ترهګر وژلي دي.
سرچينې زياته کړې، چې له جمعې ورځې راهيسې د دغه هېواد په يو شمېر ښارونو کې د ترهګرو په وړاندې عمليات پيل شوي او اوس هم روان دي.
مالي دا عمليات داسې مهال پيلوي، چې تېره چهار شنبې يو شمېر ترهګرو په دغه هېواد کې پر قبايلي مسلمانانو بريد وکړ او ۲۰ تنه ملکي وګړي يې ووژل.
تر دې وړاندې ترهګرو هلته د ملګرو ملتونو سازمان پر کاروان د سړک غاړې بمي چاودنه وکړه او د دې سازمان څو غړي يې ووژل.
مالي په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې د لنډ وخت لپاره د افراطي ملېشو له خوا ونيول شو، خو دې هېواد د فرانسې په مرسته په القاعده پورې تړلې ډلې په شا وتمبولې.
اوس هم په ياد هېواد كې همغه تروريستي ډلې فعاليت لري، چې وخت ناوخت د مالي پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA