په داسې حال كې، چې د بيلاروس په پارلماني ټاكنو كې خلكو ګډون وكړ، د دغه هېواد پياوړي رهبر الكساندر لوكاشينكو تاييد كړه، چې د ۲۰۲۰م ميلادي كال د جمهوري رياست ټاكنو ته ځان كانديدوي.
ده د يكشنبې په ورځ په مينسك كې خبريالانو ته وويل، د جمهوري رياست تر ټاكنو وړاندې د اساسي قانون تعديل به احمقانه كار وي.
د لوكاشينكو په وينا، كه خلك يې ونه غواړي، دى به د جمهوري رياست چوكۍ كلكه ونه نيسي.
نوموړى له ۱۹۹۴يم ميلادي كال راهيسې د بيلاروس رهبر دى او دا يې د جمهوري رياست پنځمه دوره ده.
بيلاروس د ۲۰۰۴م كال په ټولپوښتنه كې د جمهوري رياست دورې نامحدودې كړې.


