ads

په ننګرهار کې ۲۴۴ نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ۷۲ نور داعش وسله وال له خپلو کورنيو سره يو ځاى افغان ځواکونو ته تسليم شول. له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې۲۴۴ داعشيان، چې ۷۲ نارينه، ۷۶ مېرمنې او ۹۶ ماشومان په كې شامل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 لړم 1398
په ننګرهار کې ۲۴۴ نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شول
تسلیم شوي داعشیان

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ۷۲ نور داعش وسله وال له خپلو کورنيو سره يو ځاى افغان ځواکونو ته تسليم شول.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې۲۴۴ داعشيان، چې ۷۲ نارينه، ۷۶ مېرمنې او ۹۶ ماشومان په كې شامل دي، د ملي اردو ځواکونو ته تسليم شوي دي.
سرچينه وايي، تسليم شوو داعش وسله والو يو شمېر سپكې او درنې وسلې هم افغان ځواکونو ته وسپارلې.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار كې سلګونو داعشيانو ځانونه امنيتي سرتېرو ته سپارلي دي.
د افغان چارواكو په وينا، داعش ډله په ياد ولايت كې له ماتې سره مخ ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA