د ترکيې لويې څارنوالۍ خبر ورکړى، چې په دغه هېواد کې د داعش ډلې د مخكېني مشر ابوبکر البغدادي ۲۵ خپلوان ونيول شول.
د انقرې د لويې څارنوالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد کسان د ترکيې په يو شمېر ښارونو کې تر پلټنو وروسته نيول شوي دي.
تر دې وړاندې د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان اعلان کړى و، چې ځواکونو يې د البغدادي مېرمن، خور او د خور مېړه نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د امريکا د دفاع وزارت په سوريه کې د البغدادي د وژل کېدو خبر ورکړ او وروسته جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ هم په يوه خبري کنفرانس کې د هغه وژل كېدل تاييد كړل.