ads

په ارزګان کې بېځایه شوې کورنۍ له بشري ناورین سره مخ دي

ارزګان د افغانستان هغه ولایت دی چې ډېر کله پکې خونړۍ جګړې شوې، خو په دې وروستیو څلورو کلونو کې هلته جګړې زور اخیستی، چې له کبله یې زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. تازه د ارزګان ولايتي چارواکي په دغه ولايت کې پربېځايه شوو کورنيو اندېښنه ښيي او زياته وي، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 لړم 1398
په ارزګان کې بېځایه شوې کورنۍ له بشري ناورین سره مخ دي

ارزګان د افغانستان هغه ولایت دی چې ډېر کله پکې خونړۍ جګړې شوې، خو په دې وروستیو څلورو کلونو کې هلته جګړې زور اخیستی، چې له کبله یې زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
تازه د ارزګان ولايتي چارواکي په دغه ولايت کې پربېځايه شوو کورنيو اندېښنه ښيي او زياته وي، چې که پاملرنه ورته ونه شي، له بشري ناورين سره به مخ شي.
د ارزګان مرستيال والي سيدسعادت ناصري وايي، د وروستيو جګړو له کبله په ارزګان کې څه کم ۹ زره کورنۍ له خپلو اصلي سيمو بېځايه شوې او دامهال په ناوړه حالت کې ژوند کوي.
هغه پر نړيوالو خيريه بنسټونو ږغ وکړ، چې په دغه ولايت کې د ژمي په رارسېدو سره د بېځايه شوو کورنيو حالت ته پام وکړي او مرستي ورته ورسوي.

تېره ورځ د IPC يا خوړو د خونديتوب درجه بندۍ نړيوال بنسټ هم په خپلو تازه موندونو کې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې څه باندي لس ميليونه خلک د خوړو خونديتوب نه لري او شاخوا ۲ نيم ميليونه خلک بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
خو د افغانستان د پيښو ته درسيدني اداري وزير نجيب اقا فهيم د IPC دغه څرګندونې رد کړې.
په ورته مهال هغه کورنۍ چې له خپلو سيمو بېځايه شوې، زياته وي چې د خوراکي توکو له کمي سره مخ دي او په ستونزو ستونزو کې شکيل دي.
دوی وايي، رواني جګړې له هرڅه بي برخي کې او دولت دي ورته پاملرنه وکړي.
تازه بیځايه شوي وايي تردامهاله ورته هيڅ ډول مرستي نه دي رسيدلي او دژمي په راتګ سره به يې ژوند له نورو ستونزو سره هم مخ شي.
په ارزګان کې تر دې وړاندې د سرې مياشتې خيريه ټولني هم انديښنه ښودلي وه که په دغه ولايت کې د بېځايه شوو حالت ته پاملرنه ونه شي، نو د اندېښنه وړ خبره به وي.
په ټولو په دغه ولايت کې بېځايه شوي کسان د روانو څلورو کلنو په موده کې بېځايه شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA