ads

له افغانستان څخه د طبي بوټو د قاچاق په تړاو اندېښنې ډېرې شوې

د معلوماتو له مخې تېر کال په افغان صادراتو کې طبي بوټو درېیم ځای نیولی و، چې ډېری برخه یې هند ته صادره شوې ده. د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ خوست هم هغه ولایت دی، چې په دښتو او غرونو کې یې بېلا بېل طبي بوټي شتون لري. په خوست کې چاپېریال […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 لړم 1398
له افغانستان څخه د طبي بوټو د قاچاق په تړاو اندېښنې ډېرې شوې
طبي بوټي

د معلوماتو له مخې تېر کال په افغان صادراتو کې طبي بوټو درېیم ځای نیولی و، چې ډېری برخه یې هند ته صادره شوې ده.
د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ خوست هم هغه ولایت دی، چې په دښتو او غرونو کې یې بېلا بېل طبي بوټي شتون لري.
په خوست کې چاپېریال پېژندونکي وايي، چې په دغه ولایت کې ډېری داسې بوټي ترسترګو کېږي، چې نړیوال شهرت او لوړې بیې لري، خو په خبره یې خلک یې نه پېژني.
چاپېریال پېژندونکی میرحمداد شیرزی وایي، ترخه، ښپیانګه، کوېری او دې ته ورته نور داسې بوټي دي، چې د خوست په دښتو او غرونو کې پیداکېږي، خو په خبره یې یا یې څاروي خوري او یا یې د سیمې خلک په نه بیه قاچاق کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان د ۱۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلا بېل طبي بوټي هند، پاکستان، فرانسې، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرکړي.
د میرحمداد شیرزي په خبره، چې د خوست او څنګ لورو ولایتونو ډېری طبي بوټي پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته په کمه بیه او قاچاقي لارو ځي.
د خوست د چاپېریال ساتنې ریاست د بوټو د تشخیص برخې مسول تور اباد وایي، معلومات لري چې بوټي یې په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته صادرېږي، خو په خبره یې پلان لري چې له وزارت سره په همغږۍ په یاده برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
له اقتصاد فارغ ځوان شفیع الدین وایي، دولت ته په کار ده، چې په دې ولایت کې شته طبي بوټو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د نوموړي په خبره د دغو بوټو د قاچاق مخینوی او د معیاري بسته بندۍ کارونه یې کولی شي د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې هم رول ولري.
د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بېلابېل طبي بوټي شته، چې ډېری طبي بوټي په ځانګړې توګه شیرین بویه او اینجه د افغانستان له شمالي ولایتونو بدخشان، تخار، بلخ او سمنګانو څخه لاس ته راځي.
خو د ګوڅیو، مملايي اوزڼکیو په ګډون ډېری نور بوټي هم د بېلابېلو ولایتونو له غرونو او دښتو راټولېږي او بهرنیو هېوادونو ته استول کېږي.
د دې برخې د ماهرینو په خبره، ځنګل وهنه، څاروي او په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته د افغان طبي بوټو لېږدیدل کولی شي، دې مهمو بوټو د تل لپاره د لمنځه تلو سبب شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA