د ټاكنو خپلواك كمېسيون نن سهار په پاتې ولايتونو كې له اتو زرو د زياتو محلونو د رايو د تفتيش او بيا شمېرنې بهير بېرته پيل كړ.
د دې كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ تېر ماښام يوې خبري غونډې ته وويل، د رايو د بيا شمېرنې بهير له درېدو وروسته د ټاكنو خپلواك كمېسيون غړو د معترضو كانديدانو له استازو سره دوه تخنيكي غونډې وكړې او په دغو غونډو كې د ياد بهير په تړاو پر اختلافي مسايلو خبرې وشوې.
نورستانۍ ټينګار وكړ، چې د رايو د تفتيش او بيا شمېرې بهير تر پاى ته رسېدو وروسته به په لنډ ممكن وخت كې د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان كړي.
د رايو د تفتيش او بيا شمېرنې بهير، چې تېره اونۍ پيل شوى و، شاوخوا درې ورځې وړاندې د ځينو ټاكنيزو ډلو د مخالفت له كبله ودرول شو.