ads

د امریکایي پوهنتون له استادانو سره د طالبانو د مشرانو تبادله وځنډول شوه

د افغانستان حكومت وايي، د طالبانو له خوا د شرطونو نه پر ځاى كولو د امريكايي پوهنتون له دوو استادانو سره د دې ډلې د درېيو غړو تبادله ځنډولې ده. جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره اونۍ اعلان وكړ، چې د حقاني شبكې درې غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشيد له طالبانو سره […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 لړم 1398
د امریکایي پوهنتون له استادانو سره د طالبانو د مشرانو تبادله وځنډول شوه
انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید

د افغانستان حكومت وايي، د طالبانو له خوا د شرطونو نه پر ځاى كولو د امريكايي پوهنتون له دوو استادانو سره د دې ډلې د درېيو غړو تبادله ځنډولې ده.
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره اونۍ اعلان وكړ، چې د حقاني شبكې درې غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشيد له طالبانو سره د امريكايي پوهنتون د دوو بندي استادانو په بدل كې خوشې كېږي.
خو د جمهوري رياست وياند صديق صديقي تېر ماښام پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې ياد كسان لا هم د افغان حكومت په بند كې دي او طالبانو د دې تبادلې لپاره شرطونه نه دي مراعات كړي.
ده ټينګار كړى، چې د افغانستان حكومت دا بهير له سره ارزوي او د ملي ګټو په رڼا كې به اقدام وكړي.
طالبان بيا د بنديانو د تبادلې د ځنډېدو پړه پر امريكا اچوي او ادعا كوي، چې د دغه هېواد چارواكو ونه شو كولى د حقاني شبكې درې بندي غړي د تبادلې لپاره په افغانستان كې په ټاكل شوي ځاى كې حاضر كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA