د لاسي صنایعو په دغه نندارتون کې شاوخوا ۴۰ بېلا بېل لاسي توکي نندارې ته کېښودل شول.
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي، چي د دغه نندارتون هدف یې کورنيو توليداتو ته بازار موندنه ده.
منیب وايي، هڅه کوي د کندهاریو مېرمنو لاسې صنایعو ته بازار پیدا کړي.
دغه نندارتون د ولايت مقام او سوداګرۍ خونې په همکارۍ جوړ جوړ شو.
په یاد نندارتون کي د لاسي صنایعو ښځينه مسولينې وايي، چي توليدات يې زيات دي، خو لویه ستونز يې د بازار نشت دی.
دو ي وايي، که يې لاسي توليداتو ته بازار پيدا شي، توليدات یې تر اوسنۍ کچې لوړېږي.
په کندهار کي د ښځو چارو ریاست مسئولین وايي، چي ډېرۍ ښځي د لاسي صنایعو د زياتېدو له لاري د اقتصاد له اړخه پیاوړي شوي دي.
د دغه ریاست رییسه روقیعه اڅکزی وايي، چي اوس مېرمنو ته يو بازار جوړ شوی او بل تر کار لاندې دی، چي په جوړېدو سره به یې ډېرو ښځو ته د کار زمېنه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چي په دې وروستيو کې په کندهار کې د ښځو لپاره يو بازار هم جوړ شوی، چي پلورونکي او پېرېدونکي يې ښځې دي.
د لاسي توليداتو ښځنيه کارمندانې وايي، چي دا يې د توليداتو د خرڅ لپاره بسنه نه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


