ads

په هلمند كې د جوارو حاصلات زيات شوي

په هلمند كې سږ كال د تېر كال په پرتله د جوارو په حاصلاتو كې زياتوالى راغلى دى. د دې ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمى الکو وايي، سږ کال د هلمند په ۳۸ زره هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوي وو، چې له دغو کروندو ۱۹۰ زره ټنه جوار ترلاسه شوي […]

نویسنده: hewadpal
25 لړم 1398
په هلمند كې د جوارو حاصلات زيات شوي

په هلمند كې سږ كال د تېر كال په پرتله د جوارو په حاصلاتو كې زياتوالى راغلى دى.
د دې ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمى الکو وايي، سږ کال د هلمند په ۳۸ زره هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوي وو، چې له دغو کروندو ۱۹۰ زره ټنه جوار ترلاسه شوي دي.
د ده په وينا، دا اندازه حاصلات د تېر كال په پرتله ۱۶ اعشاريه پنځه فيصده زياتوالى ښيي.
الكو د روان کال د حاصلاتو د زياتې کچې علتونه پرېمانه اوبه، د اصلاح شوو تخمونو وېش، د جوارو کرکيلې ته د بزګرانو لېوالتيا او په دې برخه کې د بزګرانو روزل يادوي.
د هلمند د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زياتوي، د دغه ولايت اقليم د جوارو کرکيلې ته مناسب دى او هلته د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کېږي او د پلور لپاره نورو ولايتونو ته هم صادرېږي.
هلمند د هغو ولايتونو په ډله کې دى، چې د مختلفو کرنيزو توکو د کرکيلې لپاره مناسبه هوا لري.
په دې ولايت كې تر ډېره غنم، جوار، لوبيا او نور ډول ډول کرنيز توکي کرل کېږي، چې ښې پايلې ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA