د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د ماين چاودنې اوو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، د جمعې په مازديګر شاوخوا څلور بجې د نادعلي ولسوالۍ په باري ګل بازار سيمه كې د ملكيانو پر موټر د سړك غاړې د ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
نوموړي د يوه ټپي روغتيايي حالت نازك وباله.
د لښكرګاه د اېمرجنسي روغتون كاركوونكي بيا د يادې پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي.
په هلمند كې تر دې وړاندې هم د ملكي وګړو پر موټرونو ماين چاودنې شوي، چې له كبله يې خلكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ