د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې په درېيو ورځو كې ۷۱ داعش وسله وال له خپلو کورنيو سره يو ځاى افغان ځواکونو ته تسليم شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند هارون يوسفزي نن کليد ته وويل، په اچين ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو په مهال په تېرو درېيو ورځو كې ۲۴۱ داعشيان، چې ۷۱ نارينه، ۶۳ مېرمنې او ۱۰۷ ماشومان په كې شامل دي، د ملي اردو ځواکونو ته تسليم شول.
دى وايي، تسليم شوو داعش وسله والو ۶۷ ميله وسلې هم افغان ځواکونو ته وسپارلې.
د يو بل خبر له مخې، په اچين ولسوالۍ كې افغان ځواکونو د عملياتو په وخت د داعش ډلې يو مرکز له منځه وړى او هم يې درې موټرونه، چې په کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، شنډ کړي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
داعش وسله وال داسې مهال افغان ځواکونو ته تسليمېږي، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو سرپرست وزير محمد مسعود اندرابي ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ كې ويلي و، چې د داعش رهبري يې هلته له منځه وړې او دا ډله له ماتې سره مخ ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ