ads

په كابل كې دوه څارنوالان ووژل شول

نامعلومو وسله والو په كابل كې د بګرام پوځي اډې د عدلي او قضايي مركز څلورو څارنوالانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي كليد ته وويل، ياد څارنوالان نن سهار خپلې دندې ته روان وو، چې د كابل په قره باغ ولسوالۍ كې له وسله وال بريد سره مخ شول. […]

نویسنده: hewadpal
25 لړم 1398
په كابل كې دوه څارنوالان ووژل شول

نامعلومو وسله والو په كابل كې د بګرام پوځي اډې د عدلي او قضايي مركز څلورو څارنوالانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي كليد ته وويل، ياد څارنوالان نن سهار خپلې دندې ته روان وو، چې د كابل په قره باغ ولسوالۍ كې له وسله وال بريد سره مخ شول.
د نوموړي په خبره، په دې بريد كې دوه څارنوالان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د بګرام پوځي اډې د عدلي او قضايي مركز پر څارنوالانو د بريد مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA