د اوكراين د امنيت ادارې د داعش ډلې د يوه مهم غړي د نيول كېدو خبر وركړى دى.
دې ادارې تېره ورځ په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې د ګرجستان اوسېدونكى البراء الشيشاني يې د اوكراين په پايتخت كيف كې نيولى دى.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې د داعش ډلې دا مهم غړى د اوكرايني او ګرجستاني ځواكونو په ګډو عملياتو كې ونيول شو.
البراء الشيشاني د عمر الشيشاني د مرستيال په توګه دنده ترسره كړې ده.
امريكا عمر الشيشاني د داعش ډلې د جګړې وزير بللى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ