ولسي جرګې په لوګر كې پر زده كوونكو د جنسي تېري قضيې د څېړلو لپاره پلاوى وټاكه.
د دې جرګې غړې مريم سما وايي، د ماشومانو ځورونه جرم او جنايت دى.
د هغې په خبره، بايد د لويې څارنوالۍ، كورنيو چارو وزارت، پوهنې وزارت، د ملي امنيت عمومي رياست او پارلمان ګډ پلاوى لوګر ته ولېږل شي، ترڅو د يادې قضيې كره او ناكره والى روښانه كړي.
په همدې حال كې د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني په لوګر كې پر زده كوونكو جنسي تېرى وحشتناك وباله او د دغې جرګې له پلاوي د هغه د جدي تعقيب غوښتونكى شو.
ګارډين ورځپاڼې په دې وروستيو كې راپور خپور كړى، چې په كې ويل شوي، د لوګر د شپږو ښوونځيو پر ۵۴۶ زده كوونكو جنسي تېري شوي دي.
د راپور پر بنسټ، پنځو كورنيو په ټولنيزو رسنيو كې د خپلو ماشومانو د ويډيوګانو تر خپرېدو وروسته هغوى وژلي او لږ تر لږه ۲۵ زيانمنو شوو هلكانو خپل كورونه پرېښي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


