ads

په كونړ كې د وسله وال بريد له كبله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دولت وسله والو مخالفينو په كونړ كې د دوو سيمه ييزو پوليسو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، تېر ماښام د نرنګ ولسوالۍ په کوټکي كلي كې دولت ضد وسله والو پر سيمه ييزو پوليسو او ولسي خلکو ډزې كړي، […]

نویسنده: hewadpal
24 لړم 1398
په كونړ كې د وسله وال بريد له كبله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دولت وسله والو مخالفينو په كونړ كې د دوو سيمه ييزو پوليسو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، تېر ماښام د نرنګ ولسوالۍ په کوټکي كلي كې دولت ضد وسله والو پر سيمه ييزو پوليسو او ولسي خلکو ډزې كړي، چې له كبله يې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى، يو سيمه ييز پوليس او څلور ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې كړه، چې د مركز اسعد اباد په ولايتي روغتون كې تر درملنې لاندې دي.
د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې تر دې دمه د يادې پېښې په اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA