ads

د تخار د ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

د بغلان امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د تخار د ورسج ولسوالۍ د امنيه قوماندان محمد افضل حکيمي د وژل كېدو خبر وركوي. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، حكيمي نن سهار بېرته خپلې دندې ته روان و، چې د خوست او فرنګ او جلګې ولسواليو ترمنځ په پلفي […]

نویسنده: hewadpal
24 لړم 1398
د تخار د ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

د بغلان امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د تخار د ورسج ولسوالۍ د امنيه قوماندان محمد افضل حکيمي د وژل كېدو خبر وركوي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، حكيمي نن سهار بېرته خپلې دندې ته روان و، چې د خوست او فرنګ او جلګې ولسواليو ترمنځ په پلفي كوتل كې د دولت د وسله والو مخالفينو له كمين سره مخ شو.
د ده په وينا، هلته د جګړې په مهال د تخار د ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان او درې ساتونكي يې ووژل شول.
د حكيمي د وژنې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA