ads

په ننګرهار كې څلور داعش جنګيالي له خپلو كورنيو سره امنيتي سرتېرو ته تسليم شول

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په تختو سيمه کې د داعش ډلې څلور غړي له ۱۳ مېرمنو، ۲۲ ماشومانو او څلور ميله وسلو سره يوځای امنيتي ځواکونو ته تسليم شول. د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د منسوبينو د معلوماتو له مخې، داعش وسله وال په ياده ولسوالۍ کې سخت ځپل شوي او اړ دي، چې […]

نویسنده: hewadpal
24 لړم 1398
په ننګرهار كې څلور داعش جنګيالي له خپلو كورنيو سره امنيتي سرتېرو ته تسليم شول

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په تختو سيمه کې د داعش ډلې څلور غړي له ۱۳ مېرمنو، ۲۲ ماشومانو او څلور ميله وسلو سره يوځای امنيتي ځواکونو ته تسليم شول.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د منسوبينو د معلوماتو له مخې، داعش وسله وال په ياده ولسوالۍ کې سخت ځپل شوي او اړ دي، چې هره ورځ ډلې – ډلې افغان ځواكونو ته تسليم شي.
مسوولين وايي، په اچين لسوالۍ كې به پوځي عمليات تر هغې دوام ولري، ترڅو دا ولسوالي له داعش وسله والو په بشپړ ډول پاکه شي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې مخكې هم د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې لسګونه داعشيان امنيتي سرتېرو ته تسليم شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA