ads

په ننګرهار كې د وسله والو طالبانو يو زندان له منځه وړل شوى

د ملي اردو چارواکي خبر ورکوي، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو يو زندان له منځه وړى دى. له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې تېره ورځ په شېرزادو ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو په مهال د طالبانو يو […]

نویسنده: hewadpal
24 لړم 1398
په ننګرهار كې د وسله والو طالبانو يو زندان له منځه وړل شوى

د ملي اردو چارواکي خبر ورکوي، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو يو زندان له منځه وړى دى.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې تېره ورځ په شېرزادو ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو په مهال د طالبانو يو زندان مات کړى دى.
د سرچينې په وينا، د دغو عملياتو په وخت په ياد زندان كې چا حضور نه درلود.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، دا عمليات به تر هغې دوام ولري، ترڅو چې د دې ولسوالۍ ټولې سيمې له طالبانو پاکې شوې نه وي.
وسله والو طالبانو لا په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA