د ثبات او همپالنې ټاكنيزه ډله وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون ۱۳۷ زره خيالي رايې له قانوني پاملرنې پرته عمومي سرور ته داخلې كړې دي.
د يادې ډلې مرستيال اسدالله سعادتي نن يوې خبري غونډې ته وويل، د راى وركولو ۲۴۰۰ نامعلوم محلونه موجود دي، چې په كې د راى وركولو هېڅ يو شرط عملي شوى نه دى.
د سعادتي په خبره، د بايومټريك دستګاوو نه ساتنه او په هغو كې لاسوهنه ټاكنيز جرم دى او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د مجرمينو په پېژندلو او څارنوالۍ ته د دوى په معرفي كولو كې غفلت كړى دى.
نوموړي زياته كړه، ياد كمېسيون هڅه كوي، چې د وركو شوو بايومټريك دستګاوو رايې، چې له قانونه بهر دي، د يوې خاصې ټاكنيزې ډلې په ګټه وشمېري.
په پام كې وه، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د پنجشنبې په ورځ د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان كړي، خو دغه كمېسيون تراوسه د ياد اعلان د ځنډېدو په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


