ads

کونړ کې لرغوني ځایونه د تخریب له ګواښ سره مخ دي

کونړ؛ چې د هېواد پر نورو ولایتونو سربېره تاریخي ځایونه او لرغونې اثار لري؛ اوس یې اوسېدونکي په په دغه ولایت کې د لرغونو ځایونو د بیا رغېدو غوښتنه کوي او وایي تراوسه په کونړ کې حکومت د لرغونو ځایونو ساتنې او بیا رغېدو ته هېڅ پام نه دی کړی. کونړ میشتي له حکومت غوښتنه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 لړم 1398
کونړ کې لرغوني ځایونه د تخریب له ګواښ سره مخ دي

کونړ؛ چې د هېواد پر نورو ولایتونو سربېره تاریخي ځایونه او لرغونې اثار لري؛ اوس یې اوسېدونکي په په دغه ولایت کې د لرغونو ځایونو د بیا رغېدو غوښتنه کوي او وایي تراوسه په کونړ کې حکومت د لرغونو ځایونو ساتنې او بیا رغېدو ته هېڅ پام نه دی کړی.
کونړ میشتي له حکومت غوښتنه کوي، چې په دغه ولایت کې دې لرغوني ځایونه په خپله پخوانۍ بڼه ورغوي. دوی وایي داسې تاریخي ځایونه او ودانۍ شته چې د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
د کونړ اوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې د تاریخي ځایونو د ښې ساتنې په هدف ګړندي اقدامات وکړي او هم دې په کونړ کې د تاریخي اثارو یو ځانګړی موزیم او کتابتون جوړ کړي.
د دغه ولایت په ځينو برخو کې ناامنیي هم د دې لامل شوې، چې تاریخي ودانۍ یې نړولې او ځینې یې د تخریب له ګواښ سره مخ دي.
خو بل لور ته د کونړ د اطلاعاتو کلتور رییس جنت ګل فدا وایي، مرکزي حکومت ته یې وړاندیز کړی، چې له مخې به یې په دې ولایت کې ټول تاریخي ځایونه په خپله پخوانۍ بڼه له سره ورغول شي او د تخریب مخنیوی به یې وکړي.
پر نورو ولایتونو سربېره په ختیځو ولایتونو کې جګړې، شته ناامنۍ ، خپل سرې کیدنې او بهرنیو هیوادونو ته د لرغونو اثارو قاچاق کېدل هغه څه دي، چې له کبله یې تاریخي ځایونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

 

 

 

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA