ads

د ټاکنو کمېسیون: دا ځل به له کوم خنډ پرته د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، ډېر ژر به د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنو لومړنۍ پايلې ډاګيزه شي. د ټاکنو خپلواک کمېسين وايي، ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ تر ناوخته له ټولو ټاکنيزو ډلو سره د ټاکنو پر برخليک خبرې وشي او په څرګند ډول په دې خبرې وشي، چې څنګه کولی شي، ډېر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 لړم 1398
د ټاکنو کمېسیون: دا ځل به له کوم خنډ پرته د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي
د ټاکنو کمېسیون غړي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، ډېر ژر به د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنو لومړنۍ پايلې ډاګيزه شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسين وايي، ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ تر ناوخته له ټولو ټاکنيزو ډلو سره د ټاکنو پر برخليک خبرې وشي او په څرګند ډول په دې خبرې وشي، چې څنګه کولی شي، ډېر ژر د ټاکنو پايلې اعلان کړي.
د ياد کمېسيون وياند ذبيح الله سادات کليد ته وويل، د ټاکنو په برخه کې ډېرې ستونزې حل شوې او داځل به پرټاکلي نېټې پايلې اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ټاکنيزې ډلې دغه کمېسيون پر کمزوري مديريت تورنوي او د ځنډ اساسي لامل هم د ټاکنيزو ډلو لاسوهنې بولي.
د دولت جوړونکي ټاکنيز ټيم وياند رضوان مراد له کليد سره په خبروکې د ټاکنيز کړکېچ ټوله پړه د ثبات او همپالنې ټیم پر غاړه اچوي.
خو بل پلو د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم وياند فريدون خوځون کليد ته وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دولت جوړونکې ټيم لخوا تر سخت فشار لاندې دی.
نوموړي وويل، دوی د قانون ملاتړي دي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون وروستۍ پرېکړې ته به غاړه کېږدي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون بيا پر دغه کمېسيون د سياسي فشار خبره ردوي او ټينګار کوي، چې د رايو د بياشمېرنې بهير يې د ټاکنيزو ټيمونو د شکايتونو اورېدو لپاره درولی دی.
ټاکل شوې وه، چې د لړم پر ۲۳مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون لخوا د ټاکنو لومړنۍ پايلې ډاګيزه شي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، دغه نېټه د تخنېکي ستونزو او په څرګند ډول د ټاکنيزو ټېمونو د مزاحمتونو له کبله ځنډېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA