د مصر د روغتیا وزارت وایي، د یاد هېواد په ایتای البارود سیمه کې د تېلو په یوه نل لیکه کې د چاودنې له کبله ۶ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت یو سلاکار خالد مجاهد رسنیو ته وویل، چې د پېښې ټول ژوبل شوي کسان د امبولانسونو په مرسته روغتون ته وړل شوي دي.
امنیتي سرچینو هم ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د تېلو د زخیرو مسول نل لیکه پرانیستله او غوښتل یې تېل غلا کړي.
عیني شاهدانو بیا ویلي، چې سیمې ته د ژوغورنې ټیم رسېدلی او د رامنځته شوي اور په مړه کولو بوخت دي.


