شمالي کور د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمرینونو له کبله واشنګټن ته خبرداری ورکړ، چې د دوی له لوري هر ډول رامنځته کېدونکي ګواښ ته به ځواب ووایي.
د شمالي کوریا حکومت په یوه بیانیه کې ویلي، دغه هېواد به له خپل ځان څخه د دفاع قانون پر اساس د هر قدام پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.
د دغې بیانیې له مخې، د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمرینونو هدف د شمالي کوریا امنیت له ګواښ سره مخ کوي.
د پونګیانګ یو لوړپوړي چارواکي تېره ورځ وویل، د امریکا دغه اقدام به د دواړو هېوادونو تر منځ کېدونکي مذاکرات له ګواښ سره مخ کړي.
تر اوسه امریکا او جنوبي کوریا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو تر منځ د اړیکو ښه کېدو په هدف دوه ځلې کتنې شوې، خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.


