ads

په پکتیکا کې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه وو جذب مخ پر ډېرېدو دی

د پکتیکا سرپرست امنیه قومندان په داسي مهال د ښځینه پولیسو د ډېروالي خبره کوي، چې په دغه ولایت کې په دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو ونډه خورا کمرنګه ده. څارمن مسعود بابکرخېل خېل وویل، په یاد ولایت کې د پولیسو د مسلکیتوب لپاره ډېر کار شوی او لا هم په ګڼ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 لړم 1398
په پکتیکا کې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه وو جذب مخ پر ډېرېدو دی

د پکتیکا سرپرست امنیه قومندان په داسي مهال د ښځینه پولیسو د ډېروالي خبره کوي، چې په دغه ولایت کې په دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو ونډه خورا کمرنګه ده.
څارمن مسعود بابکرخېل خېل وویل، په یاد ولایت کې د پولیسو د مسلکیتوب لپاره ډېر کار شوی او لا هم په ګڼ شمېر کې پولیس سرتیري په روزنه بوخت دي.
ده په خپلو خبرو کې زیاته کړې، د پخوا په پرتله د پولیسو په لیکو کې د ښځینه وو شتون د پام وړ زیات شوی او لا هم پر ډېرېدو دی.
د بابکرخېل په خبره، چې د ښځينه پولیسو شتون پر امنیت خورا ښه اغېزه لري.
د پکتیکا سرپرست امنیه قومندان د خپلو خبرو په بله برخه کې څرګنده کړه، چې د روان کال په اوږدو کې يي وسلوالو طالبانو ته درانه تلفات اړولي او د هغوی بریدونه يي پر شا تمبولي دي.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ د پولیسو روزنیز مرکز مشر څارمن عبدالمحید کلید ته وویل، یادو سرتیرو ته د دوو میاشتو په ترڅ کې زده کړي ورکړل شوي دي.
دی څرګندوي چې په فارغ شویو سرتیرو کې ۱۴۶ يي ساتنمني رتبې ته ارتقاع کړي او ۲۶ نور يي افسران دي.
یاده دې وي چې څو ورځي وړاندې هم د پکتیکا امنیه قومندانۍ د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۵۰۰ پولیس سرتیري له دوه میاشتنیو نظامي زده کړو وروسته فارغ شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA