ads

اندرابي: که طالبان د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه وانه خلي، سخت به وځپل شي

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن د پولیسو او خلکو تر منځ د همغږۍ غونډې ته وویل، اوس تر بل هر وخت وسله وال مخالفین ځپل شوي او د طالبانو د الفتح په نوم پیل شوي عملیات هم له ماتې سره مخ شوي دي. ده زیاته کړه، که وسله وال طالبان د سولې له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 لړم 1398
اندرابي: که طالبان د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه وانه خلي، سخت به وځپل شي
مسعود اندرابي

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن د پولیسو او خلکو تر منځ د همغږۍ غونډې ته وویل، اوس تر بل هر وخت وسله وال مخالفین ځپل شوي او د طالبانو د الفتح په نوم پیل شوي عملیات هم له ماتې سره مخ شوي دي.
ده زیاته کړه، که وسله وال طالبان د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه وانه خلي، د هېواد په هر ګوټ کې به له منځه یوړل شي.
د نوموړي په خبره، د کورنیو چارو وزارت تر ډېره د تروریستي او جنایي جرمونو پر وړاندې پر مبارزې بوخت و، خو اوس یې د پولیسو او خلکو تر منځ د همغږۍ پراخېدو ته پام ډېر کړی دی.
مسعود اندرابي څرګندوي چې په دغه وزارت کې د فساد پر وړاندې هم جدي مبارزه شوې او دا لړۍ به دوام ولري.
د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال د خلکو او پولیسو تر منځ پر همغږۍ د تمرکز خبر ورکوي، چې د خلکو په وینا تر دې وړاندې یې دې برخه ته پام نه و کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA