ads

د ټاکنو کمېسیون د نوماندانو او څارونکو بنسټونو غوښتنه ومنله

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن چهار شنبه په ټول هېواد کې د رایو بیا شمېرلو لړۍ ودروله. د دغه کمېسیون له لوري په خپاره شوي هوکړه لیک کې ویل شوي، چې په ټول هېواد کې د رایو بیا شمېرنې پروسه د نوماندانو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او سیاسي حزبونو اندېښنو ته د رسېدو په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 لړم 1398
د ټاکنو کمېسیون د نوماندانو او څارونکو بنسټونو غوښتنه ومنله
د رایو بیا شمېرلو لړۍ درول

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن چهار شنبه په ټول هېواد کې د رایو بیا شمېرلو لړۍ ودروله.
د دغه کمېسیون له لوري په خپاره شوي هوکړه لیک کې ویل شوي، چې په ټول هېواد کې د رایو بیا شمېرنې پروسه د نوماندانو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او سیاسي حزبونو اندېښنو ته د رسېدو په هدف ودرول شوه.
په دغه پرېکړه لیک کې ویل شوي، هغه محلونه له دغه امر څخه مستثنی دي چې هلته صندوقونه پرانیسي او رای شمېرنه پکې روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې ټاکنیزو ټیمونو او مدني بنسټونو د رایو بیا شمېرلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او د دغې لړۍ د درولو غوښتنه یې وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA