ads

د ملي امنیت سلاکار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماتو سره ولیدل. د سرچینې په وینا، په دغه کتنه کې په چین کې د افغان سولې په تړاو په جوړېدونکې غونډه او یو لړ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 لړم 1398
د ملي امنیت سلاکار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماتو سره ولیدل.
د سرچینې په وینا، په دغه کتنه کې په چین کې د افغان سولې په تړاو په جوړېدونکې غونډه او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار په یاده کتنه کې څرګنده کړه، چې افغان حکومت تل د افغانانو په مشرۍ د سولې په راتګ ټینګار کړی او په همدې هدف د بیجنګ په غونډه کې ګډون کوي.
نوموړی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې په بیجنګ کې د افغان سولې په هدف غونډه وشي، چې دواړو لورو په یاده غونډه کې د خپلو پلاوو د ګډون خبر ورکړی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA