ads

د دارلمعلمينو د ارتقا غوښتنې غورځنګ وایي، نیمه لوړې زده کړې دې نه لغوه کېږي

په افغانستان کې د دارلمعلمينو د ارتقا غوښتنې غورځنګ په نوم يوه ډله داسې اندېښنې لري، چې د ښوونکو د روزنې نيمه عالي بنسټونه بايد لغوه نه شي. د دارالمعلمينو د ارتقا غوښتنې غورځنګ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې يوې اعتراضي غونډې ته وويل، د ښوونکو د روزنې نېمه عالي بنسټونه د ښوونکو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 لړم 1398
د دارلمعلمينو د ارتقا غوښتنې غورځنګ وایي، نیمه لوړې زده کړې دې نه لغوه کېږي

په افغانستان کې د دارلمعلمينو د ارتقا غوښتنې غورځنګ په نوم يوه ډله داسې اندېښنې لري، چې د ښوونکو د روزنې نيمه عالي بنسټونه بايد لغوه نه شي.
د دارالمعلمينو د ارتقا غوښتنې غورځنګ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې يوې اعتراضي غونډې ته وويل، د ښوونکو د روزنې نېمه عالي بنسټونه د ښوونکو د مسلکي روزنې په برخه کې اغېزمن تمام شوي او حکومت بايد دغو دارالمعلمينو ته د لسانس ترکچې ارتقا ورکړي.
د ياد غورځنګ مشر فردين بهادري په همدې غونډه کې ټينګار وکړ، حکومت بايد داسې يو څرګند مېکانيزم جوړ کړي، چې پر بنسټ يې د نېمه عالي زده کړو لرونکو محصلينو برخليک پرې روښانه شي.
په همدې غونډه کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت هغه پرېکړه وغندل شوه، چې له مخې يې په افغانستان کې د ښوونکو د روزنې انسټيټيوت کرار کرار له منځه ولاړ شي.
ښوونکي احمد نويد وويل، حکومت هغو محصلينو ته څنګه ځواب ورکوي، چې په يادو بنسټونو کې یې نېمه لوړې زده کړې ترسره کړي دي.
خو بل پلو د پوهنې وزارت بيا وايي، د ياد غورځنګ اندېښنې بې ځايې دي او دغه وزارت کال مخکې له نورو اړوندو بنسټونو سره په دې اړه پرېکړه کړې ده.
د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت وويل، امکان نه لري، چې دارالمعلمين د ليسانس تر کچې ارتقا وکړي.
په افغانستان کې د ښوونکو د روزنې نېمه عالي مرکزونه کابو په ډ‌ېرو ولايتونوکې د ضرورت پر اساس جوړ شوي دي؛ خو اوس بارونه دا دي چې دغو روزنیرو مرکزونو هغه ډول پایله نه ده وکړې، چې تیمه یې کېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA