ads

افغان حکومت د ۱۳۹۹ کال مالي بودجه تصویب کړه

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې مسوده غونډې ته وړاندې شوه، چې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته په پرنسیب کې تایید او تصویب شوه. جمهور رییس غني د مالیې وزیر ته امر وکړ چې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 لړم 1398
افغان حکومت د ۱۳۹۹ کال مالي بودجه تصویب کړه

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې مسوده غونډې ته وړاندې شوه، چې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته په پرنسیب کې تایید او تصویب شوه.
جمهور رییس غني د مالیې وزیر ته امر وکړ چې د وزارتونو او دولتي ادارو د مهمو انکشافي پروژو لومړیتوبونو ته په پام له دوی سره په همغږۍ د بودجې پر مسوده بیا کتنه وکړي.
تر دې وروسته د مالیې سرپرست وزیر د مالیې د مقررې طرحه هم غونډې ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه، چې د مالي قانون د حکمونو پلي کېدل، د عوایدو ډېروالی او د افغانستان مالي پیاوړتیا د دغې مقررې بنسټیز هدف دی.
دغه بودجه پر داسې مهال تصویب کېږي، چې تر دې وړاندې هېوادوال د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې د تصویب په اړه اندېښمن وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA