د لوګر ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د بهرنيو ځواكونو د موټرونو پر كاروان د بريد خبر وركوي.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ وايي، دا بريد نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې د دغه ولايت د مركز پل علم په مربوطاتو كې شوى دى.
نوموړي كليد ته وويل، تر دا مهاله د پېښې څرنګوالى معلوم نه دى، چې موټربم ځانمرګى بريد و او كه د ماين چاودنه وه.
د لونګ په وينا، د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه يې كره معلومات نه دي ترلاسه كړي.
په لوګر كې پر بهرنيو ځواكونو د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.