بهرنيو ځواكونو په لوګر كې د هوايي بريد په ترڅ كې ۱۰ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ كليد ته وويل، بهرنيو ځواكونو تېره شپه د دغه ولايت د مركز پل علم اړوند د ملي اردو پر يوې امنيتي پوستې بمبار كړى، چې له كبله يې څلور سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
بهرنيو ځواكونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
مخكې هم بهرنيو سرتېرو د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د هوايي بريدونو په مهال افغان ځواكونه په نښه كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ