ads

په فلسطين کې د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي قوماندان ووژل شول

په فلسطين کې د اسلامي جهاد غورځنګ خبر ورکړى، چې په يوه چاودنه کې د دوى پوځي قوماندان بها ابو العطاء ووژل شو. عيني شاهدانو هم د غزې په تړانګه کې د لويې چاودنې خبر ورکړى دى. بلخوا اسراييلو د نوموړي د وژل کېدو پړه منلې او ويلې يې دي، چې بها ابو العطاء د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 لړم 1398
په فلسطين کې د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي قوماندان ووژل شول

په فلسطين کې د اسلامي جهاد غورځنګ خبر ورکړى، چې په يوه چاودنه کې د دوى پوځي قوماندان بها ابو العطاء ووژل شو.
عيني شاهدانو هم د غزې په تړانګه کې د لويې چاودنې خبر ورکړى دى.
بلخوا اسراييلو د نوموړي د وژل کېدو پړه منلې او ويلې يې دي، چې بها ابو العطاء د دوى په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
په غزې تړانګه کې د روغتيا رياست هم ادعا کړې، چې هلته دوه کسان وژل شوي، بها او د هغه مېرمن او دوه نور كسان ټپيان شوي دي.
د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ يو سياسي سازمان دى، چې هدف يې د اسراييلي حكومت په وړاندې وسله واله مبارزه ده.
دغه سازمان د امريکا، اروپا او ډېر شمېر نورو هېوادونو د تروريستي ډلو په لېستونو کې شامل دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA