ads

قطر په ارزګان کې له ښوونځیو سره د درسي توکو مرسته وکړه

د هېواد په ډېرو ښوونځيو کې زده کوونکي تل د تدریسي توکو له کمښت څخه شکايت کوي. خو تازه د قطر هېواد له لوري د سرې مياشتې خيريه ټولني په مرسته په ارزګان کې د ۳۲۴ زره امريکايي ډالرو په اندازه د تدریسي توکو مرسته وشوه. د قطر د سرې مياشتې ټولنې مسول احمد عثماني […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 لړم 1398
قطر په ارزګان کې له ښوونځیو سره د درسي توکو مرسته وکړه
په ارزګان کې له زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته

د هېواد په ډېرو ښوونځيو کې زده کوونکي تل د تدریسي توکو له کمښت څخه شکايت کوي.
خو تازه د قطر هېواد له لوري د سرې مياشتې خيريه ټولني په مرسته په ارزګان کې د ۳۲۴ زره امريکايي ډالرو په اندازه د تدریسي توکو مرسته وشوه.
د قطر د سرې مياشتې ټولنې مسول احمد عثماني د خپلو خبرو پرمهال وويل، چې دغه مرستې چې بېلابېل تدريسي توکي پکې شامل دي، د قطر هېواد له لوري په ارزګان کې د لېري پروتو سيمو د ښوونځيو له زده کوونکو سره ترسره کېږي.
نوموړی زياته وي، چې دوی هڅه کوي، چې په جګړه ځپلو ولايتونو کې ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي، څو هغه زده کوونکي چې د زده کړو په برخه کې د تدریسي توکو له کمښت سره مخ دي، ياده ستونزه يې حل شي.
هغه وايي، په راتلونکي کې هم پلان لري، څو دغه ولايت ته د مرستو رسولو په برخه کې پاملرنه زياته کړي.
د ارزګان د پوهنې ریيس ميرزا محمد سالارزی وايي، ډېر ښوونځي د بېلابېلو تدریسي توکو له کمښت سره مخ دي.
هغه وايي، مرسته شوي توکي به په ښوونځيو کې د زده کوونکو يو شمېر ستونزې حل کړي، خو د زده کړې په برخه کې د نورو مرستو غوښتنه هم کوي.
د ارزګان والي بیا له دغه خيريه ارګانونو څخه په نورو برخو لکه روغتيا، کرنه او نورو برخو کې هم د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغې ټولني د ارزګان ترڅنګ د هېواد په نورو ولايتو کې هم دغه ډول مرستي ترسره کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA