د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېره اكټوبر مياشت كې د ۱۱ ميليونه ډالرو په ارزښت بهرنيو هېوادونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې ۸۳۷ ټنه افغاني محصولات صادر شوي دي.
بهرنيو هېوادونو ته په صادر شوو توکو کې د افغانستان وچې او لمدې مېوې، غالۍ، قرقل پوستونه، زعفران او يو شمېر نور توکي شامل دي، چې د ۹۶ الوتنو په ترڅ کې ترکيې، متحده عربي اماراتو، هند، روسيې، اروپا او ځينو نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په ياده موده کې هند ته ۳۵، چين ته ۲۰، اروپايي هېوادونو ته ۲۳، متحده عربي اماراتو ته ۱۱، بريتانيا ته څلور او ترکيې، روسيې او کويټ ته يوه – يوه الوتنه شوې ده.
د سرچينې په وينا، هره ورځ په څلورو الوتنو کې افغاني محصولات بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېږي او دا لړۍ به دوام ولري.