ads

افغان حکومت د درېیو لوړپوړو طالب چارواکو خوشي کېدل ومنل

افغان حکومت ومنله، چې د انس حقاني په ګدون درې طالب چارواکي د امريکايي پوهنتون له دوه استادانو سره تبادله شوي دي. جمهور رييس محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ په همدې تړاو په ځانګړې بيانه کې وويل، د افغانستان له نړېوالو شريکانو په ځانګړي ډول له امريکا سره د مشورې له مخې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 لړم 1398
افغان حکومت د درېیو لوړپوړو طالب چارواکو خوشي کېدل ومنل

افغان حکومت ومنله، چې د انس حقاني په ګدون درې طالب چارواکي د امريکايي پوهنتون له دوه استادانو سره تبادله شوي دي.
جمهور رييس محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ په همدې تړاو په ځانګړې بيانه کې وويل، د افغانستان له نړېوالو شريکانو په ځانګړي ډول له امريکا سره د مشورې له مخې داسې پايلې ته رسېدلي، چې د انس حقاني په ګډون د طالبانو د دريو غړيو ازادول به د طالب وسله والو د لېکو د پياوړي کولو په مانا نه وي.
جمهور رييس ټينګار کوي، د طالبانو دغو درېيو غړو ازادول د سولې او د جمهوري نظام د پايښت په بیه ترسره شوي او که طالبان بياهم د جګړې لاره خپله کړي؛ نو ځواب به يې د ۱۳۹۸کال په څېر وي.
خو د بشري حقونو سازمان او د حقوق پوهانو ټولنه بيا د افغان حکومت دغه اقدام په کلکو ټکو غندي او ټينګار کوي، چې د جنګي مجرمينو ازادول د توجيه وړ نه دي.
د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل کليد ته وويل، انس حقاني او ملګري يې د سياسي معاملې پرځای بايد محکمې ته سپارل شوي وای.
په کابل کې د حقوق پوهانو ټولنې مشر وحيد فرزايي هم کليد ته وويل، جنګي مجرمين او هغه څوک چې ستر جنايتونه يې ترسره کړي دي، هېڅکله د بښلو نه دي او جمهور رييس غني يې هم د بښلو او يا ازادولو واک نه لري.
د امريکايي پوهنتون له دوو استادانو سره د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې جګپوړي غړي حاجي مالي خان او عبدالرشيد تبادله شوي؛ خو داچې دغه تبادله به د افغان سولې په برخه کې څومره ګټه وکړي، هغه پوښتنه ده، چې وخت به يې ځواب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA