slideshow

۲۱ لړم ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفیق هېوادپال

حکومت په مشروط ډول انس حقاني او دوه نور طالب بندیان خوشي کړل

د ملي يووالي حكومت وايي، په كابل كې د امريكايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې كېدو او له دې حكومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د پيلېدو په بدل كې له بګرام زندانه د انس حقاني په ګډون درې طالب بنديان په مشروط ډول خوشي شول.
جمهور ریيس محمد اشرف غني نن سهار رسنيو ته وويل، په خوشي شوو طالب بنديانو كې پر انس حقاني سربېره حاجي مالي خان او عبدالرشيد شامل دي.
جمهور ریيس غني ډاډ څرګند كړ، چې د يادو كسانو خوشي كېدل به د دښمن د ليكو د ځواكمنېدو او بريدونو زياتېدو سبب نه شي.
هغه هیله وښوده، چې د یادو طالبانو په خوشي کېدو سره به دغه ډله د مذاکرې لاره خپله کړي.
د هېواد د جمهور ریيس په وينا، اوس مهال د افغان حكومت په زندانونو كې نېږدې ۱۱۰۰۰ طالبان بنديان دي، چې ورسره له قانون او منل شوو اسلامي او انساني ارزښتونو سره سم چلند كېږي.
د يادونې وړ ده، چې د امريكايي پوهنتون دوه استادان د ۲۰۱۶م ميلادي كال د اګسټ مياشتې په اتمه نېټه له كابل ښاره وتښتول

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *