ads

په کندهار کې اته کسیزه وسله واله ډله ونیول شوه

د کندهار د امنيه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، یاد وسله وال په ښار او ولسوالیو کې د پولیسو د کشفي معلوماتو پذ اساس ونیول شول. بارکزی څرګندوي، چي په نیول شوو وسله والو کې ۴ غلچکي بريدګر، ۲ وسله وال طالبان او ۲ تنه يې ماين ښخونکي دي. د نوموړي په وینا له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 لړم 1398
په کندهار کې اته کسیزه وسله واله ډله ونیول شوه

د کندهار د امنيه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، یاد وسله وال په ښار او ولسوالیو کې د پولیسو د کشفي معلوماتو پذ اساس ونیول شول.
بارکزی څرګندوي، چي په نیول شوو وسله والو کې ۴ غلچکي بريدګر، ۲ وسله وال طالبان او ۲ تنه يې ماين ښخونکي دي.
د نوموړي په وینا له نیول شوو کسانو سره دوه میله توفنګچې هم نیول شوې دي.
د امنیه قومنداني ویاند وايي، چي یادو نيول شوو وسله والو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسيې به يې څارنوالۍ ته وسپارل شي.
تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌ډلې په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA