د خوست په عليشیرو اوتریزیو ولسوالیو کې تېره شپه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې وسله والو طالبانو د پولیسو پر یوه پسته برید وکړ، چې له کبله یې ۶ پولیس وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.
د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته وویل، تر وسله وال برید وروسته پر هغو سرتیرو د ماین چاودنه وشوه، چې دغې پوستې ته د مرستې لپاره روان وو.
د نوموړي په خبره، په یاده چاودنه کې درې پولیس ووژل شول او درې نور ژوبل شول.
په ورته مهال د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمد منګل وایي، له یادې پېښې د خوست ملکي روغتون ته ۶ جسدونه او ۳ زخمیان ور وړل شوي، چې ټول یې پولیس دي.
د یاد برید پړه وسله والو طالبانو منلې او پولیسو ته یې د ډېرې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.