ads

په خوست کې بمي چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې بمي چاودنې یو ماشوم وژلی، دښځو او ماشومانو په ګډون یې څلور تنه نور ژوبل کړي دي. د خوست د تڼيو ولسوالۍ امنیه قومندان وکیل زمان وایي، یاده چاودنه په شخصي موټر پسې د چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې ده. د نوموړي په خبره، د دې ولسوالۍ د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 لړم 1398
په خوست کې بمي چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې بمي چاودنې یو ماشوم وژلی، دښځو او ماشومانو په ګډون یې څلور تنه نور ژوبل کړي دي.
د خوست د تڼيو ولسوالۍ امنیه قومندان وکیل زمان وایي، یاده چاودنه په شخصي موټر پسې د چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، د دې ولسوالۍ د دره ګي په کلي کې یو ملکي سړي د کورنۍ ناروغان بازارته په خپل موټرکې وړي، چې په لاره کې د چسپکي ماین چاودنه پرې شوې ده.
په دغه پېښه کې یو ماشوم مړ شوی، درې مېرمنې او یو بل ماشوم ژوبل دي.
د مسولینو په خبره ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي، چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.
تراوسه د دې پيښې په هکله کومې وسلې والې ډلې څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA