ads

په ارزګان کې د لومړي ځل لپاره د ښځینه لوبغاړو فوټبال لوبه وشوه

ارزګان هغه ولایت دی چې د کلتوري او فرهنګي ستونزو له کبله ښځینه د تعلیم ترلاسه کولو اجازه نه شي تر لاسه کولی، خو دا ځل په دغه ولايت کې د ښځينه لوبغاړو ترمنځ ورزشي سيالۍ ترسره شوې. د دغه ولايت د پوهني رياست چارواکي وايي، د ښځينه لوبغاړو ترمنځ د کرکيټ او فوټبال دغه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 لړم 1398
په ارزګان کې د لومړي ځل لپاره د ښځینه لوبغاړو فوټبال لوبه وشوه

ارزګان هغه ولایت دی چې د کلتوري او فرهنګي ستونزو له کبله ښځینه د تعلیم ترلاسه کولو اجازه نه شي تر لاسه کولی، خو دا ځل په دغه ولايت کې د ښځينه لوبغاړو ترمنځ ورزشي سيالۍ ترسره شوې.
د دغه ولايت د پوهني رياست چارواکي وايي، د ښځينه لوبغاړو ترمنځ د کرکيټ او فوټبال دغه ۲۰ ورځنۍ سيالۍ د يونیسف موسيسي په مالي لګښت پر لاره اچول شوې وې، چې پکښي ۶ د کرکټ او ۶ د فوټبال لوبډلو ګډون کړی وو.
د ارزګان د پوهنې رياست د ورزش د برخې مسول بلوجان زهیروايي، چې دا لومړی ځل و، چې په دغه ولايت کې د ښځينه لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې او په راتلونکي کې به د ورزش په برخه کې ښځينه لوبډلو ته لازياته زمينه برابره کړي.
د فوټبال او کرکټ هغه ښځينه لوبډلې چې په دغو سياليو کې ګډون کړي وو، د خوشحالۍ ترڅنګ هيله لري چې په راتلونکي کې له نورو ولايتونو سره لوبي ترسره کړي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چې په دغه ولايت کې دې د ورزشي لوبغالي ترڅنګ د ورزش په نورو برخو کې هم ورسره مرسته وکړي.
ارزګان د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله يو جګړه ځپلي ولايت ګڼل کېږي، چې پکي د ښځو ورزشي لوبي حيراوونکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA