ads

د میدان وردک ولایت اوسېدونکو له حکومت څخه د عليپور د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه

دا د ميدان وردک ولايت د لسګونو اوسېدونکو غږ دی، چې د عبدالغني عليپور پر وړاندې د مرګ شعارونه ورکوي. د ميدان وردک ولايت شاوخوا سل تنه اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلل او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې ډېر ژر د عليپور د خپلسريو مخه ونيسي. د ميدان وردک ولايت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 لړم 1398
د میدان وردک ولایت اوسېدونکو له حکومت څخه د عليپور د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه
علیپور

دا د ميدان وردک ولايت د لسګونو اوسېدونکو غږ دی، چې د عبدالغني عليپور پر وړاندې د مرګ شعارونه ورکوي.
د ميدان وردک ولايت شاوخوا سل تنه اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلل او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې ډېر ژر د عليپور د خپلسريو مخه ونيسي.
د ميدان وردک ولايت د ولايتي شورا غړي اکبرزوی په دغه غونډه کې ګواښ وکړ، که حکومت د علي پور د خپلسريو مخه ونه نيسي؛ نو دوی به يې پر وړاندې ودرېږي او خپل غچ به ورځنې واخلي.
په همدې حال کې د ميدان وردک يو بل قومي مشر مومن ملاخېل بيا وايي، په ميدان وردک کې د کمزورې حکومتولۍ له کبله
سپين ږیری سيد عباس هغه سړی دی، چې د ميدان وردک په بهسود ولسوالۍ کې د علي پور لخوا تښتول شوی او څلو مېليونه نقدې پيسې يې ورځنې اخیستل شوې دي.
نوموړی ادعا کوي، چې په همدې پېښه کې علي پور د هغه يو ملګری فضل الربي هم په ډېر بې رحمانه ډول وژلی دی.
خو د افغان ولسمشر وياند صديق صديقي کليد سره په خبروکې د علي پور د جناياتو په اړه څه ونه ويل او د دې پېښې مسووليت يې هم د ميدان وردک پر سيمه ييزې ادارې ور واچاوه.
صديقي وويل، د ميدان وردک ولايت اوسېدونکي لومړۍ بايد خپل شکايتونه خپل ولايت کې له امنيتي بنسټونو سره شريک کړي.
د بشر ضد جنايتونه، شخصي بندې خونې، وسله والې غلاوې او انسان تښتونه هغه تورونه دي، چې پر علي پور لګېدلي دي.
عبدالغني عليپور په ميدان وردک ولايت کې هغه غير مسوول وسله وال دی، چې د سيمه ييزو سرچينو په وينا، همدا اوس شاوخوا ۵۰۰ وسله واله ملېشه لري.
علي پور شاوخوا شپږمياشتې وړاندې د بشر ضد جنايتونو په تور ونېول شوه، خو ډېر ژر د افغان ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په ضمانت خوشی شوو.
افغان ولسمشر تر دې وړاندې په يوه مرکه کې ويلي و، علي پور د سرور دانش په ضمانت خوشی شوی دی او ښاغلی دانش يې پر وړاندې ځواب ويونکی دی.
موږ هڅه وکړه، د افغان ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش او علي پور سره په همدې تړاو خبرې وکړو؛ خو له ډېرو اړيکو سره سره بريالي نه شوو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA