د پكتيكا امنيتي چارواكي وايي، افغان ځواكونو د دې ولايت په مټاخان ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې د برهان په نوم د يوه مشهور قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژلي دي.
د پكتيكا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين کليد ته وويل، دا هوايي بريد د شنبې په ورځ غرمه مهال د مټاخان ولسوالۍ په خواجه رم سيمه كې شوى دى.
د نوموړي په خبره، په دغه بريد كې د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.