د ملي دفاع وزارت د هغه طالب قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي، چې تېره اونۍ يې د پكتيا درې قاضيان په لوګر كې ووژل.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېر ماښام د لوګر په محمداغې ولسوالۍ كې په يوه هوايي بريد كې د ويس الدين په نوم د مهم قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
سرچينه وايي، ويس الدين څو ورځې وړاندې د پكتيا درې قاضيان وژلي وو.
دا قاضيان له پكتيا كابل ته پر لاره په لوګر كې وژل شوي وو.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه ده كړې.