د ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې تېره شپه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په دوهمه يو ورځنۍ لوبه كې هم ماتې وركړه او د يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ يې په خپل نوم كړه.
دا لوبه، چې پچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه، د هند د لكنو ښار په ايكانا لوبغالي كې ترسره شوه.
ويسټ انډيزۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۸ منډې هدف وټاكه، خو افغان لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه شو كړاى او په ۴۵ اعشاريه څلور اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۲۰۰ منډې وكړې او لوبه يې د ۴۷ منډو په توپير وبايلله.
تر دې مخكې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې هم ويسټ انډيز افغانستان ته ماتې وركړې وه.
د دغو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ، درې ۲۰ اوريزې او يوه ټېسټ لوبه ترسره كېږي.
يادې لوبې به د راتلونكې ډسمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې دوام ولري.