ads

د فوټبال ملي لوبډله له هند او قطر سره د لوبو لپاره چمتوالی نیسي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د هند او قطر د فوټبال له ملي لوبډلو سره د لوبو لپاره د چمتووالي په هدف د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې تمرينونه پيل كړل. ټاكل شوې افغان لوبډله د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله څلورمه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 لړم 1398
د فوټبال ملي لوبډله له هند او قطر سره د لوبو لپاره چمتوالی نیسي
فوټبال ټیم

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د هند او قطر د فوټبال له ملي لوبډلو سره د لوبو لپاره د چمتووالي په هدف د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې تمرينونه پيل كړل.
ټاكل شوې افغان لوبډله د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله څلورمه لوبه د روانې نومبر مياشتې په ۱۴مه نېټه د هندۍ لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
افغانستان به په دغو سياليو كې خپله پنځمه لوبه د يادې مياشتې په ۱۹مه نېټه له قطر سره وكړي.
دا دواړه لوبې په تاجكستان كې د افغانستان په كوربه توب ترسره كېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې په خپلو ترسره كړو درېيو لوبو كې دوه بايللي او يوه يې ګټلې او په درېيو نومرو سره په خپل ګروپ كې درېيم ځاى لري.
افغانستان له قطر، عمان، بنګله دېش او هند سره په E ګروپ كې شامل دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA