ads

په عراق كې د لاريونونو په مهال درې نور كسان ووژل شول

په عراق كې د لاريون كوونكو او امنيتي ځواكونو ترمنځ په پرونيو نښتو كې درې نور كسان وژل شوي او ځينې نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې، عراقي ځواكونو پر لاريون كوونكو اوښكې بهوونكى ګاز كارولى دى. لاريونونه د تېرې اكټوبر مياشتې په لومړۍ نېټه په بغداد كې پيل شول او لاريون كوونكو […]

نویسنده: hewadpal
18 لړم 1398
په عراق كې د لاريونونو په مهال درې نور كسان ووژل شول

په عراق كې د لاريون كوونكو او امنيتي ځواكونو ترمنځ په پرونيو نښتو كې درې نور كسان وژل شوي او ځينې نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، عراقي ځواكونو پر لاريون كوونكو اوښكې بهوونكى ګاز كارولى دى.
لاريونونه د تېرې اكټوبر مياشتې په لومړۍ نېټه په بغداد كې پيل شول او لاريون كوونكو د بې كارۍ، اداري فساد او د ټولنيزو خدمتونو د نه شتون په ضد پر اعتراضونو لاس پورې كړ.
له هغه وخته تر دا مهاله د عراق په لاريونونو كې له ۲۸۰ زيات كسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
لاريونونو په چټكتيا د عراق جنوبي ولايتونو ته سرايت كړى دى.
ډېرى لاريون كوونكي محصلين دي او غواړي، چې د عراق سياسي نظام بدلون وكړي او اداري فساد ته د پاى ټكى كېښودل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA