۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په فارياب كې د دې قول اردو د لومړۍ لېوا د افسر حميدالله خاوري د ادعا د څېړلو لپاره، چې ګواكې د خپل قوماندان له لوري وهل شوى، يو پلاوى ګومارل شوى دى.
د خاوري په وينا، د قانون خلاف د لومړۍ لېوا قوماندان غوښتل دى د يوه ټيم د مشر په توګه د ياد ولايت ګرزيوان ولسوالۍ ته ولېږي.
خو د ملي اردو د دغه افسر په خبره، په دې ولسوالۍ كې دنده ترسره كول د ده مسووليت نه و او د مخالفت له كبله يې د خپل قوماندان له خوا ووهل شو.
خو د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، دا قضيه په هر اړخيزه توګه څېړل كېږي.
دى زياتوي، د ملي دفاع وزارت او ياده قول اردو به د ګومارل شوي پلاوي د څېړنو تر بشپړېدو وروسته په دې برخه كې قانوني او عادلانه تصميم ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ