د اسټراليا د کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه کې هم د پاکستان د كركټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.
د اسټراليا په کوربه توب د دواړو هېوادونو ترمنځ د درېيو ۲۰ اوريزو سياليو وروستۍ لوبه پرون ترسره شوه او اسټراليايي لوبډلې په ۱۰ وېکټو وګټله.
د يادې لوبې پچه اسټراليايي لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.
پاکستانۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ منډې وکړې، خو د اسټراليا لوبډلې وركړل شوى هدف په ۱۱ اعشاريه پنځه اورونو كې د كوم لوبغاړي له سوځېدو پرته پوره كړ.
د دغو درېيو سياليو لومړۍ لوبه مساوي شوې وه، خو دوهمه لوبه يې هم اسټراليا ګټلې وه.
اسټراليا له دې وړاندې سريلانکا ته هم په پرله پسې درېيو ۲۰ اوريزو سياليو کې ماتې ورکړې وې.