د كورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو د نسيم په نوم هغه كس نيولى، كوم چې د كابل ښار د ۱۳مې او ۱۸مې ناحيو د غلا، لار نيونې او چپاولګرۍ په څو پېښو كې لاس درلود.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي تېره شپه پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې نسيم د كابل ښار د ۱۳مې امنيتي حوزې پوليسو د دې حوزې په مربوطاتو كې د اوپراتيفي عملياتو په مهال له يوې برچې سره بالفعل ونيوه.
د نوموړي په خبره، نيول شوي كس په لومړنيو څېړنو كې د غلا، لار نيونې او چپاولګرۍ په څلورو پېښو كې خپل لاس لرل تاييد كړل.
د يادونې وړ ده، چې په كابل ښار كې د غلا پېښې زياتې شوي او ښاريان يې سخت اندېښمن كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


